روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۲۶

په ممبۍ کې د طالبانو جنرال قونسله ذکیه وردګ د ۲۵ کیلوګرامه سروزرو د قاچاق په تور هند کې ونیول شوه

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  طالب پلوه ډيپلوماټه ذکیه وردګ چې د هند په بمبۍ کې د افغانستان د جنرال قونسلې په توګه دنده ترسره کوي، په هغه هېواد کې د ۲۵ کیلوګرامه سروزرو د قاچاق په تور نیول شوې ده.«ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې شنبه د غويي پر ۱۵مه د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ذکیه د ممبۍ په هوايي ډګر کې نیول شوې ده.د راپور پر بنسټ، ذکیه وردګ دا اندازه سره‌زر له دوبۍ څخه هند ته قاچاقول.

طالب پلوه ډيپلوماټه ذکیه وردګ چې د هند په بمبۍ کې د افغانستان د جنرال قونسلې په توګه دنده ترسره کوي، په هغه هېواد کې د ۲۵ کیلوګرامه سروزرو د قاچاق په تور نیول شوې ده.

«ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې شنبه د غويي پر ۱۵مه د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ذکیه د ممبۍ په هوايي ډګر کې نیول شوې ده.

د راپور پر بنسټ، ذکیه وردګ دا اندازه سره‌زر له دوبۍ څخه هند ته قاچاقول.

طالب پلوه دې ډيپلوماټې د سروزرو ۲۵ خښتې چې هرې یوې یې یو کیلوګرامه وزن لرلو، په «ځانګړي ترتیب شوي جاکټ، د زنګون ساتونکي، کمربند او په خپلو جامو کې پټې کړې وې چې د فزیکي پلټنې پرمهال نیول شوې ده.»

په راپور کې راغلي: «ذکیه وردګ د ډیپلوماټیک پاسپورټ د لرلو له کبله چې د ډيپلوماټانو خوندیتوب کوي، نه ده نیول شوې؛ خو له دې افغان ډيپلوماټې دوبۍ څخه بمبۍ ته د سروزرو د قاچاق په هکله پلټنې روانې دي.»

د دغه راپور پر بنسټ، ذکیه وردګ د افغانستان سیاسي پاسپورټ څخه په ګټې‌اخیستنې پر قاچاق لاس پورې کړی دی.

ذکیه وردګ د هېواد پخواني ولسمشر محمداشرف غني له خوا د هند په ممبۍ ښار کې پر دنده وګمارل شوه؛ خو هغه لومړنۍ «ښځینه ډیپلوماټه» وه چې له طالبانو سره یې بیعت وکړ او د دغې ډلې د بهرنیو چارو له وزارت سره په همغږۍ چارې مخته وړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x