روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۰۱

په لوګر کې طالبانو د تېر حکومت یو ډګروال د چړې پر ګوزارونو وژلی

ځايي سرچينې په لوګر ولايت کې د طالب جنګیالیو له لوري د تېر حکومت د يوه افسر د وژل کېدو خبر ورکوي.

یوې سرچینې یک‌شنبه د وري پر ۵مه  منلې چې دغه پخوانی افسر «ډګروال طاووس» نومېده او دوه ورځې دمخه په محمداغې ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

د سرچينې په خبره، دا پخوانى افسر په داسې حال کې چې په خپل پټي کې پر کرونده بوخت و، طالب جنګیالیو لومړى هغه ته سپکاوى کړى او بيا يې وژلى دى.

طاووس د تېر حکومت د «دفاع وزارت د تکنالوژۍ او لوژستیکي تأمیناتو په معینیت» کې دنده لرله.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د ویلو ده چې طالبانو تېرو دوه‌نيمو کلونو د تېر حکومت لسګونه سرتېري د بېلابېلو پلمو له کبله وژلي دي.

دغې ډلې دوه ورځې دمخه هم د پروان د مرکز اړوند په تتمدره» سیمه کې د تېر حکومت د ځانګړو ځواکونو یو غړی وواژه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x