روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۴۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۱۴:۴۸
: 1

په لغمان او ننګرهار کې یو قومي مشر او یو عام وګړی وژل شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په لغمان او ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې په دوو جلا پېښو کې یو قومي مشر او یو هټۍ وال وژل شوي دي.

 

په لغمان او ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې په دوو جلا پېښو کې یو قومي مشر او یو هټۍ وال وژل شوي دي.

په لغمان کې یوې سرچینې وویل، چې د عبدالغفور په نوم یو قومي مشر پرون جمعه، ۱۸ د لړم، مازدیګر مهال د الیشنګ ولسوالۍ اړوند «قلعه بای» سیمه کې خپل کور ته د ستنېدو پرمهال د «ناپېژانده» وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

تراوسه د دغه قومي مشر د وژنې انګیزه او عاملین نه دي معلوم شوي.

د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو اوونيو کې دا درېيم کس دى چې په «قلعه بای» سيمه کې وژل کېږي. تر دې مخکې دغلته د طالبانو دوه سرتېري وژل شوي وو.

ورته مهال ننګرهار کې سرچينې وايي، چې د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند «عربانو ګولایي» سیمه کې یو هټۍ وال د شخړې پرمهال په ډزو وژل شوى دى. تراوسه د شخړې لامل نه دی څرګنده شوی.

ننګرهار کې د طالبانو امنیتي چارواکو بیا خبر ورکړی، چې هغه کس چې د «عربانو په ګولایي» کې یې یو بل کس وژلی و، په تورخم دروازه کې نیولی دی. د طالبانو د امنیتي چارواکو په وینا دغه کس غوښتل پاکستان ته وتښتي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې پټې وژنې زیاتې شوي. تېره ورځ هم په لغمان کې د یو طالب د وژل کیدو او په تخار کې د یو موټر چلوونکي د جسد موندلو خبر ورکړل شوی و.

تر ډیره د دغه وژنو پړه د «ناپېژانده» وسله والو په غاړه اچول کېږي، چې لامل یې څرګند نه وي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x