روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۳۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۳۷

په فاریاب کې د یو کس مرموزه وژنه

سیمه‌ییزې سرچینې د فاریاب په مرکز میمنه کې د یوه سړي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

سرچینې وايي چې د دغه کس مړی پنجشنبه د کب پر ۲۴مه د میمنې ښار اړوند په قروغ‌سای کلي کې موندل شوی دی.

وژل شوی کس احمدخالد متین نومېده او پرون ماښام له کوره تر وتلو وروسته ورک شوی و.

د سرچینو په خبره، د دغه کس پر جسد د شکنجې نښې لیدل شوې دي.

احمدخالد د یو روغتیايي مرکز په لابراتوار برخه کې دنده لرله او څلور کاله وړاندې یې واده کړې و.

له نوموړي یوه دوه کلنه لور او یو یو کلن زوی پاتې شوی دی.

تر اوسه د دغه کس د وژلو انګېزه څرګنده نه ده او طالبانو هم څه ویلي نه دي.

په تېرو دوو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې جنايي پېښو زور اخیستی دی.

په تازه پېښه کې د کندوز په دریمه ناحیه کې د یو کس له تنې څخه بېل شوی جسد موندل شوی دی.

دا ځوان عصمت‌الله نومېده او تازه له ایرانه راستون شوی و او په کندوز ښار کې یې «زرنج» چلوله.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x