په فاریاب کې ځايي سرچینې په دغه ولایت کې د ولسي پاڅونکوونکو د یوه پخواني قوماندان په ګډون د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
په لومړۍ پېښه کې پنجشنبهشپه د کب پر ۱۷مه د المار ولسوالۍ د نغیلي په کلي کې د تېر حکومت د ولسي پاڅونکوونکو يو قوماندان علاءالدين ووژل شو.
هغه په دې ولسوالۍ کې له خپل مېلمستونه د وتلو پرمهال د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري ویشتل شوی دی.
په یوې بلې پېښه کې د محمدامين په نوم يو ٥٥ کلن سړى جمعه د کب پر ۱۸مه له غرمې وروسته د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په خواجه قشري کلي کې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري په نښه او وژل شوی دی.
محمدامين د فارياب ولايت د پښتونکوټ ولسوالۍ د غنډسنګ کلي اوسېدونکی و.
په فارياب کې طالب سیمهییز مسوولان د دغو دوو پېښو رامنځته کېدل مني؛ خو وايي چې د دې وژنو لامل او انګيزه نه ده معلومه.
فاریاب ولایت کې د ځوانانو په ځانګړې توګه د تېر حکومت پوځیانو د وژنې پېښې ډېرې شوې دي.
د معلوماتو پر بنسټ، د کب مياشتې له پيله په فارياب کې ١٤ کسان وژل شوي چې پنځه يې د پخواني حکومت سرتېري دي.
اړوندې لیکنې :
- د اروپايي ټولنې دفتر په بغلان کې د صوفي لمونځ کوونکو وژنه وغندله
- طالبانو په لغمان کې د تېر حکومت د محلي پولیسو یو قومندان نیولی
- طالبانو په ننګرهار کې د ولسي جرګې یو مخکېنی غړی نیولی
- د پاکستان پارلمان پخوانۍ غړې: طالبانو افغانستان اشغال کړی او ولسي ملاتړ نه لري
- لوی افغانستان؛ د خیالي دعوې په پلمه د وطن قرباني
- ننگرهار کې یو طالب قومندان یو کس په موټر وهلی او مړشوی