روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۱۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۱۲

په غور کې د طالبانو پوځي چورلکې د غورځېدو پېښه کې یو کس ژوند بایللی او ۱۰ نور ټپیان دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په غور کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د یوې پوځي چورلکې د لوېدو پېښه کې لږترلږه یو کس ژوند بایللی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.سرچینې  ورځپاڼې ته منلې چې دا چورلکه چهارشنبه د غويي پر ۲۶مه د سهار شاوخوا ۲۰: ۱۰ بجې د غور مرکز فیروزکوه ښار اړوند د هریرود سیند په غاړه کې لوېدلې ده.

په غور کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د یوې پوځي چورلکې د لوېدو پېښه کې لږترلږه یو کس ژوند بایللی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې  ورځپاڼې ته منلې چې دا چورلکه چهارشنبه د غويي پر ۲۶مه د سهار شاوخوا ۲۰: ۱۰ بجې د غور مرکز فیروزکوه ښار اړوند د هریرود سیند په غاړه کې لوېدلې ده.

سرچينې د دې پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.

تر اوسه د طالبانو د دغې پوځي چورلکې د غورځېدو لامل نه دی روښانه شوی.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د تېر کال د غويي پر ۳۱مه هم د سمنګان ولایت خلم ولسوالۍ ته څېرمه د طالبانو یوه پوځي چورلکه غورځېدلې وه.

دا مهال طالبان د پخواني افغان حکومت له څو چورلکو ګټه پورته کوي.

ويل کېږي چې بهرنيو ځواکونو له هېواده د وتلو پرمهال د دغو چورلکو ځينې يې له منځه وړي؛ خو طالبان وايي چې یو شمېر پوځي چورلکې يې بیارغولې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x