روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۱۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۱۴
: 1

په غور کې د تېلو ټانکر د چاودېدو له کبله یو کس مړ شوی

په غور کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د تېلو ټانکر د چاودنې له کبله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.

سرچینو ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه پنجشنبه د سلواغې پر ۱۹مه سهار مهال د غور په مرکز فیروزکوه کې شوې ده.

د تېلو ټانکړ هغه مهال چاودنه کړې چې دوه کسان یې پر «ویلډینګ کولو » بوخت و.

په غور کې ځايي طالبانو هم پېښه تایید کړې او ویلي دي چې د پېښې قربانیان د غور او پکتیا اوسېدونکي دي.

له دې وړاندې هم د هېواد په ځينو نورو ولایتونو کې د تېلو او ګازو ټانکرونو د چاودېدو له کبله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

وروستۍ پېښه چې د سالنګ په تونل کې رامنځته شوه د تېلو څو ټانکرونه وچاودېدل چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان مړه او نږدې ۲۰۰ نور ټپيان شول.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x