روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۴۵

په غزني کې یو سیمه‌ییز خبریال له ۱۲ ورځو راهیسې د طالبانو په زندان کې دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبانو له ۱۲ ورځو راهیسې په غزني کې د «ازادۍ راډیو» خبریال حبیب‌الرحمن تأثیر نیولی او بندي کړی دی.نوموړي بنسټ چهارشنبه د وري پر ۲۹مه د یوې اعلامیې په خپرېدو سره د حبیب‌الرحمن د سملاسي او پرته له ځنډ د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبانو له ۱۲ ورځو راهیسې په غزني کې د «ازادۍ راډیو» خبریال حبیب‌الرحمن تأثیر نیولی او بندي کړی دی.

نوموړي بنسټ چهارشنبه د وري پر ۲۹مه د یوې اعلامیې په خپرېدو سره د حبیب‌الرحمن د سملاسي او پرته له ځنډ د خلاصون غوښتنه کړې ده.

یوې سیمه‌ییزې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې ښاغلی تأثیر د ازادۍ راډیو لپاره د ځینو سیمه‌ییزو رپوټونو د چمتوکولو په تور نیول شوی او د طالبانو استخباراتو د هغه موبایل هم ضبط کړی دی.

د دغه بنسټ په خبره، ټاکل شوې د یاد خبریال دوسیه په غزني کې د طالبانو محکمې ته ولېږل شي.

ورته مهال، په غزني کې يوې بلې سرچينې د افغانستان د خبريالانو مرکز ته ویلي چې تأثیر تر نيول کېدو دمخه تر فشار لاندې و او ان د هغه نوم د طالبانو سیمه‌ییزو مسوولانو او خبريالانو له ګډ ټیم څخه ایستل شوی و.

د سیمه‌ییزې سرچينې په خبره، تر اوسه د حبيب‌الرحمن د خوشې کېدو هڅې ناکامې شوي او درې ورځې دمخه د طالبانو استخباراتو له خوا د غزني ولايت عمومي بندخونې ته لېږدول شوى دى.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال په هېواد کې لږترلږه درې خبریالان د طالبانو په بندخونه کې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x