روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۳۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۳۸

په غزني کې يوې ترافیکي پېښې ۲۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله

په غزني کې سیمه‌ییرې سرچينې وايي چې د کابل-کندهار پر لويه لاره د يوې ترافیکي پېښې له کبله نهه کسان مړه او ١٢ نور ټپيان شوي دي.

دا پېښه سې‌شنبه شپه ۸:۰۰ بجې، د کب پر ۱۵مه د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په «ناني» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې  ته منلې چې دا پېښه له یوه بار وړونکي موټر سره د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.

ورته مهال، د غزني ولايتي روغتون سرچينې وايي چې په دې پېښه کې د پنځو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د سړکونو خرابوالی، د موټرونو چټک ځغلول او د ټرافیکي قوانینو نه مراعتول د دا ډول پېښو له لاملونو څخه بلل کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x