روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۱۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۱۸

په غزني کې طالب جنګیالیو درې کسان د «روژې‌خوړلو» په تور نیولي

په غزني کې د طالبانو سيمه‌يیزو مسوولانو د دغه ولايت په مرکز کې د «روژې‌خوړلو» په تور د درېيو کسانو د نیولو خبر ورکړى دى.

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست یک‌شنبه د وري پر ۱۲مه په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا کسان د یاد ریاست د کارکوونکو له لوري نیول شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو دا کسان د دې ډلې اړوند عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

د ویلو ده چې تېره اوونۍ هم په غزني کې طالبانو د دغه ولايت په مرکز «قره باغي» سيمه کې درې کسان د روژې خوړلو په تور نيولي وو.

سرچینو هغه مهال رسنی ته ویلي وو چې په نیول شویو کسانو کې یو یې د ډاکټرانو په سپارښتنه، د روژې پر ‌خوړلو مکلف و.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو واک ته تر بیاځلې رسېدو وروسته هر کال د روژې په مياشت کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې يو شمېر هېوادوال د روژې‌خوړلو په تور نيولي او بنديان کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x