روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۰۱

په غزني کې ‌د ډېر ساړه له امله یو سړی ومړ

په غزني کې ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په اجرستان ولسوالۍ کې د سختې سړې هوا له امله يو سړی مړ شوى دى.

سرچینې  ورځپاڼې ته منلې چې دغه سړی د سې‌شنبې ورځ، سلواغې پر ۱۷مه د اجرستان ولسوالۍ په «کوتل خون» سیمه کې د ډېرې واورې ورېدو له امله مړ شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دغه سړي او دوو نورو غوښتل چې له يوه کلي څخه بل کلي ته د څارويو د اخيستو په موخه لاړ شي،؛ خو د لارې په اوږدو کې په واوره کې ایسار شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې دوه سړي ژغورل شوي.

طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده چې په غزني کې د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې د واورې ورېدو له امله د دغه ولايت د يو شمېر ولسواليو لارې د تګ‌راتګ پر مخ تړل شوې دي؛ خو تر اوسه بېرته نه دي پرانيستل شوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x