روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۱۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۱۱

په زابل کې د يوې ټرافیکي پېښې له امله ۸ کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښتې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د زابل ولايت د طالبانو امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه پېښه جمعه، د مرغومي پر ١٥مه د شاجوى ولسوالۍ د تازه رباط په سيمه کې د يوه «لنډ کروزر» ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د زابل ولایت کابل – کندهار پر لویه لار د ټرافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د زابل ولايت د طالبانو امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه پېښه جمعه، د مرغومي پر ١٥مه د شاجوى ولسوالۍ د تازه رباط په سيمه کې د يوه «لنډ کروزر» ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د طالبانو دغې ادارې د مرګ ژوبلې په منلو سره زیاته کړې چې په موټر کې سپاره څلور ټپیان د زابل ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دې پېښې د ټپيانو وضعیت په اړه څه نه دي ويل شوي.

د کابل – کندهار لويې لارې د ځينو برخو له بيارغونې وروسته پر دې لاره د موټر چلوونکو د بې غورۍ او چټک سرعت له امله د ټرافيکي پېښو کچه لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ماښام په فراه ولايت کې د يوې ټرافيکي پيښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه او درې نور ټپيان شول.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x