روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۵۵

په روزګان، هرات او هلمند کې ورښتونو، سېلابونو او توپانونو ۱۰ کسان مړه کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په روزګان، هرات او هلمند کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغو ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو او سختو توپانونو له کبله ۱۰ کسانو ژوند بایللی او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.په روزګان کې ځايي سرچینو یکشنبه د غويي پر ۱۶مه ویلي چې بیګا شپه د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې د سخت توپان له کبله اووه کسان مړه او یو شمېر کورونه ویجاړ شوي دي.

په روزګان، هرات او هلمند کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغو ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو او سختو توپانونو له کبله ۱۰ کسانو ژوند بایللی او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

په روزګان کې ځايي سرچینو یکشنبه د غويي پر ۱۶مه ویلي چې بیګا شپه د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې د سخت توپان له کبله اووه کسان مړه او یو شمېر کورونه ویجاړ شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې ورښتونو سلګونه جریبه ځمکه، ځينې پلونه او د خلکو د تګ‌راتګ لارې زیانمنې کړې دي.

ورته مهال، سرچینې وايي چې د هرات په ګلران، ادرسکن، کشک رباط‌سنګي او کشک کهنه ولسوالیو کې سېلابونو درې کسان مړه کړي او لسګونه کورونه یې نړولي.

د کشک رباط‌سنګي او کشک ولسوالیو اوسېدونکو  ورځپاڼې ته منلې چې سېلابي اوبو څه باندې ۲۰۰ څاروي وړي او د دغې ولسوالیو د اوسېدونکو لږ تر لږه ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې ده.

بل پلوه، په هلمند کې هم د تېرې شپې سخت توپان او ورښتونو سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې ته زیان اړولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په غور کې هم د ورستیو ورځو ورښتونو او سېلابونو درې کسان مړه کړي او درانه مالي زیانونه یې اړولي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x