روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۴۳

په درېیو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله د دوو طالبانو په ګډون اووه کسان مړه شوي

په فاریاب، سمنګان او هرات کې ځايي سرچینو په دغو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله د دوو طالبانو په ګډون د اوو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

په فاریاب کې د ترافیکي پېښو مدیر احمدفهیم کوهي وايي چې یکشنبه د سلواغې پر ۲۲مه د دغه ولایت د خواجه سزپوش ولسوالۍ په «بادغیسي» سیمه کې د «کوماز» موټر او موټرسایکل د ټکر له امله دوه ځوانان مړه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د پېښې قربانیان حجت‌الله او هدایت‌الله نومېدل چې هر یوه یې ۱۸ کاله عمر لاره.

له بلې خوا، تېره شپه په سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسانو ژوند بایللی دی.

په سمنګان کې د طالبانو د ترافیکو مدیریت چارواکي وايي چې د دغه ولایت د خلم ولسوالۍ اړوند په «کفترخانه» ګولايي کې د کرولا او «اکتروز» موټرو د جنګېدو له کبله په کرولا موټر کې سپاره درې کسان مړه شوي دي. مړه شوي کسان د پنجشېر او وردک اوسېدونکي ښودل شوي دي.

ورته مهال، سرچینې وايي چې د هرات په «کازرګاه» سیمه کې د یو موټر د اوښتو له کبله دوه کسان مړه شوي دي.

د پېښو لامل د موټرو ګړندی تګ ښودل شوی دی.

په دې وروستیو کې د هېواد په ډېرو برخو کې د ترافیکي پېښو په کچه کې ډېروالی راغلی دی.

د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او له ترافیکي قوانینو ناخبري د دې ډول پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x