روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۰۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۰۳

په خيبرپښتونخوا کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کې ۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته

په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر یوې پوستې د برید په پایله کې لږترلږه ۱۰ پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، دغه برید د دوشنبې ورځ، فبرورۍ پر ۵مه د دېره اسماعیل‌خان په «دارابان» سیمه کې پر ځايي وخت سهار ۳:۰۰ بجې شوی دی.

د خيبرپښتونخوا د پوليسو قوماندان اخترحيات ګنډاپور وايي، د پاکستان حکومت تر ٣٠ زياتو وسله‌والو مخالفانو له درېيو خواوو د پولیسو پر دغې پوستې بريد کړى دى.

ګنډاپور د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې بریدګرو د لنډې مودې لپاره په دغه سیمه کې د پولیسو پوسته نیولې وه او له دوه نیم ساعتو وروسته جګړه پای ته ورسېده.

د دغه راپور پر بنسټ، د پاکستان امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د تښتېدلو وسله‌والو د لټون عمليات يې پيل کړي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

دا برید د پاکستان له ټولټاکنو درې ورځې مخکې شوی دی.

شاوخوا دوې میاشتې وړاندې هم په دغه سیمه کې د پاکستاني طالبانو د یوه برید په پایله کې لږترلږه ۲۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x