روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۱۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۱۸

په خوست کې د پولیسو یو پخوانی قوماندان د طالبانو پوستې ته څو ګامه نږدې وویشتل شو

په خوست د تېر حکومت د امنيتي ځواکونو پر يوه غړي د طالبانو امنيتي پوستې ته نږدې وسله‌وال برید شوی او وژل شوی دی.

سرچینې رسنی ته ویلي چې دغه پخوانی سرتېری پنجشنبه د کب پر ۱۷مه د خوست په مرکز کې وژل شوی دی.

دا پخوانى سرتېرى نادر جبارخېل نومېده او څه موده يې د ټنیو ولسوالۍ د امنيه قوماندان په توګه دنده ترسره کړې وه.

سرچينې زياتوي چې د یاد پخواني سرتېري پر موټر د برید پرمهال له نوموړي سره د کورنۍ غړي هم وو چې په پايله کې يې د يوې مېرمنې په ګډون دوه کسان ټپيان شوي دي.

سرچينه ټینګار کوي چې دغه بريد د طالب جنګیالیو د سترګو پر وړاندې وشو؛ خو بريدکوونکي له سيمې تښتېدلي او د نيولو لپاره يې کوم اقدام نه دى شوى.

طالبانو تراوسه د دې پېښې په هکله څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره پنجشنبه شپه د کب پر ۱۷مه د فارياب په المار ولسوالۍ کې د تېر حکومت د ولسي پاڅون‌کوونکو يو قوماندان ناپېژاندو وسله‌والو وواژه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x