روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۵۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۹-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۱۹-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۵:۵۶
: 3

په خوست کې د طالبانو امر بالمعروف یوه ښوونیزه راډیو تړلې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په خوست کې «لونګ» خصوصي راډیو له نجونو سره د ټلیفوني اړیکو او په خپلو برنامو کې د موسیقۍ د استفاده کولو له وجې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په امر تړل شوې ده.

 

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په خوست کې «لونګ» خصوصي راډیو له نجونو سره د ټلیفوني اړیکو او په خپلو برنامو کې د موسیقۍ د استفاده کولو له وجې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په امر تړل شوې ده.

په خوست کې یوه خبریال چې دا موضوع یې له نژدې تعقیب کړې د خبریالانو مرکز ته ویلي چې د «لونګ» راډیو دفتر د چهارشنبې، په ورځ ۱۶ د لړم، د امر بالمعروف ادارې له لوري «مهرولاک» شوی دی.

په خوست کې یوې بلې سرچینې ویلي چې «لونګ» راډیو له دې امله تړل شوې چې «له دې راډیو سره یې د نجونو د اړیکو نیولو زمینه برابره کړې وه او د خپرونو په شالید کې یې موسیقي خپرېده».

د دې سرچینې په وینا، د «لونګ» راډیو په خپرونو کې د ښوونځیو د کتابونو پر تدریس او له ښوونځیو د محرومو نجونو پر زده کړو تمرکز کېده او نجونو به د خپرونې پر مهال اړیکې نیولې.

د خبریالانو د مرکز په وینا، دا په خوست کې درېیمه خصوص راډیو ده چې د وروستۍ یوې اونۍ پر مهال د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له لوري تړل کېږي.

تر دې وړاندې د لړم پر ۱۶ «ژمن»راډیو او د لړم پر ۱۰ «غرغښت» راډیو تړل شوې وه. غرغښت راډیو تر درې ورځني بندیز وروسته هغه مهال بیرته خپل فعالیت پیل کړ چې د طالبانو امر بالمعروف ادارې ته یې لیکلې ژمنه ورکړه چې محدودیتونه به رعایتوي، خو ژمن راډیو لا هم تړلې ده.

د خبریالانو مرکز ویلي چې په خوست کې د طالبانو امر بالمعروف، اطلاعات او کلتور، امنیې قومندانۍ او استخباراتو ادارو د اعلاناتو پر مهال په خفیف شکل هم د موسیقۍ پر خپرېدو په مطلق ډول بندیز لګولی دی.

همدا راز تېر کال د راډیوګانو او ټلویزونو له خپرونو سره د نجونو پر اړیکو نیولو تېر کال بندیز لګېدلی و.

طالبانو له دې بندیزونو د سرغړونې په تړاو رسنیو ته خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالب چارواکو غوښتي چې اجازه دې ورکړي چې د خوست محلي رسنۍ له فشار او ځانسورۍ پرته د هیواد عامه رسنیو له قانون سره خپل کار ته دوام ورکړي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف د قانون تر پلي کېدو وروسته په ځینو ولایتونو کې پر انځوریزو رسنیو هم بندیز لګېدلی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت په قانون کې د ژویو د انځور خپرول ممنوع شوي دي.

په ځینو ولایتونو کې پر رسنیو له بندیز سره هممهاله د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین ضیاء الحق حقمل ويلي چې د دې ډلې مشر په رسنیو کې د عکس او ویډیو د خپرېدو په تړاو «علمي او شرعي» ملاحظې لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x