روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۰۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۰۶

په جوزجان کې ورښتونو او سېلابونو دوه کسان مړه کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په جوزجان کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو دوه کسان مړه کړي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې ده.په جوزجان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي سراج‌الدین سراجي دوشنبه د غويي پر ۱۷مه ویلي چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې سېلابونو دوه زلموټي مړه کړي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه، عمومي او فرعي سړکونه او د اوبو چکډيم ته یې زیان اړولی دی.

په جوزجان کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو دوه کسان مړه کړي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې ده.

په جوزجان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي سراج‌الدین سراجي دوشنبه د غويي پر ۱۷مه ویلي چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې سېلابونو دوه زلموټي مړه کړي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه، عمومي او فرعي سړکونه او د اوبو چکډيم ته یې زیان اړولی دی.

نوموړي طالب چارواکي زیاته کړې: «په دغه ولایت کې خواجه دوکوه، درزاب او قوش تېپه هغه ولسوالۍ دي چې سېلابونو ډېر زیان وراړولی او د مرستو رسولو لپاره اړین تیاری په پام کې نیول شوی دی.»

په جوزجان کې لوړپوړو طالب چارواکو له سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې؛ خو تراوسه د سېلاب ځپلو لاسنیوی شوی نه دی.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په روزګان، هرات او هلمند کې ورته طبیعي پېښو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي و.

په غور کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست هم ویلي چې په په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له کبله یو زر او ۷۳ کورنۍ له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي او په پرانېستي چاپيریال کې ژوند کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x