روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۲۶

په تخار کې ورښتونو او سېلابونو ۱۷ کورنۍ لادرکه کړې دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د تخار په څلورو ولسوالیو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله لږ تر لږه ۱۷ کورنۍ ورکې شوې دي.په تخار کې طبیعي پېښو ته د چمتوالي ریاست طالب چارواکو یکشنبه د غويي پر ۹مه ویلي چې د دغه ولایت په ورسج، فرخار، ینګي‌قلعه او اشکمش ولسوالیو کې سختو ورښتونو او سېلابونو یو شمېر کورنۍ لادرکه کړې دي او د ځاني زیان ترڅنګ یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

د تخار په څلورو ولسوالیو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله لږ تر لږه ۱۷ کورنۍ ورکې شوې دي.

په تخار کې طبیعي پېښو ته د چمتوالي ریاست طالب چارواکو یکشنبه د غويي پر ۹مه ویلي چې د دغه ولایت په ورسج، فرخار، ینګي‌قلعه او اشکمش ولسوالیو کې سختو ورښتونو او سېلابونو یو شمېر کورنۍ لادرکه کړې دي او د ځاني زیان ترڅنګ یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

د هغوی په خبره، بیګاه شپه د سېلابونو راوتلو له امله په اشکمش ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کورنۍ ورکې شوې دي.

د څرګندونو په حواله، په ینګي قلعه، فرخار او ورسج ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله اووه کورنۍ ورکې شوې دي او تر اوسه یې کومه نښه موندل شوې نه ده.

د نوموړي ریاست مسوولانو ویلي چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو په دغه ولایت کې اووه زره جریبه کرنیزه ځمکه او ۲۳ کورونه هم زیانمن کړي او دغه راز ۳۰ څاروي یې له منځه وړي دي.

بل پلوه، د تخار اشکمش ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو ورځپاڼې ته ویلي چې له دوو ورځو راهیسې په دغې ولسوالۍ کې د سېلاب راوتلو وروسته هم د طالبانو له اړوندو بنسټونو د مرستې درک نه شته او په هواره ځمکه شپې ورځې تېروي.

نن د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت هم ویلي چې په هېواد د وروستیو ورځو سېلابونو  اته کسان مړه او درې نور یې ټپيان کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x