روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۴۴

په تخار کې سېلابونو ۹ کسان مړه کړل

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د تخار سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په فرخار، چال او کلفګان ولسوالیو کې سېلابونو ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.سرچینې ورځپاڼې ته منلې چې سېلابونو جمعه د غويي پر ۲۱مه ۹ کسان مړه او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د تخار سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په فرخار، چال او کلفګان ولسوالیو کې سېلابونو ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

سرچینې ورځپاڼې ته منلې چې سېلابونو جمعه د غويي پر ۲۱مه ۹ کسان مړه او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د دغه سېلاب له کبله د سيمې د اوسېدونکو سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه او باغونه له منځه تللي دي.

د بغلان، بدخشان، غور او هرات ولايتونه هم د ځپونکو سېلابونو شاهدان دي.

که څه هم تراوسه په ټول هېواد کې د سېلابونو له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې او زيانونو کره شمېره نه ده په ډاګه شوې؛ خو په بغلان کې د طالبانو سيمه‌ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز او برکه ولسوالۍ کې سېلابونو تر ٥٠ زياتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x