روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۵۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۵۴

په تخار کې د ګاز نیونې له کبله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي

په تخار کې ځايي سرچینو د ګاز نیونې له کبله د یوې کورنۍ د شپږو غړو د مړینې خبر ورکړی دی.

سرچینې وايي چې دا پېښه یکشنبه د سلواغې پر ۲۲مه شپه مهال شوې ده چې په خبره یې، په مړو شویو کې دوه نارینه، یوه ښځه او درې ماشومان دي.

د سرچینو په خبره، د دغې کورنۍ د یوه ماشوم روغتیايي حالت نازک دی او دمګړۍ په روغتون کې بستر دی.

دا پېښه د تخار د مرکز تالقان اړوند په «مکتب زرد» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د یادولو ده چې هر کال د ژمي په رارسېدو د اوبلنو ګازو د کارونې په برخه کې د کورنیو د بې احتیاطۍ له کبله ورته پېښې رامنځته کېږي.

په وروستۍ پېښه کې د روان کال د سلواغې پر ۹مه دوو ځوانانو د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د روضې په سیمه کې د ګاز نیونې له کبله ساه ورکړې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x