روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۳۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۳۵

په بلخ کې چاودنې یو کس وژلی او بل یې ټپي کړی دی

په بلخ کې ځايي طالب چارواکو ویلي چې په یو کور کې د چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

په بلخ کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي چې دا چاودنه سه‌شنبه د وري پر ۱۴مه د دهدادي ولسوالۍ په همدرد ښارګوټي کې شوې ده.

د یادې قوماندانۍ په خبره، چاودنه هغه مهال وشوه چې د داعش غړي په یو کور کې د ماین پر جوړولو بوخت و.

نوموړې قوماندانۍ زیاته کړې چې وژل شوی او ټپي شوی دواړه د دغه ولایت د کشنده ولسوالۍ اوسېدونکي و.

په پېښه کې ټپي شوی کس د مزارشریف په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

طالبانو له دې وړاندې پرلپسې په افغانستان کې د داعش حضور «پروپاګند» بللی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په کندهار کې د داعش یو ځانمرګي بریدګر  ۴۵ کسان ووژل او ۵۶ نور یې ټپيان کړل.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x