په بغلان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شیراحمد برهاني وايي چې په دغه ولایت کې یو زدهکوونکي خپل ښوونکی په ډزو وژلی دی.
دا پېښه یکشنبه د غويي پر ۱۶مه د بغلان په ډنډغوري ولسوالۍ کې شوې ده.
د ښوونځي دا ښوونکی عليالله نومېده او څو ډزې پرې شوې دي.
د برهاني په خبره، دغه زدهکوونکي د خپل ښوونکي له وژلو وروسته پر ځان هم ډز کړی چې له ټپي کېدو وروسته د درملنې لپاره د پلخمرمي ولایتي روغتون ته وړل شوی دی.
تر اوسه د دغې وژنې لامل څرګند نه دی.
په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر سیمو کې جنايي پېښې زیاتې شوې دي.
تېره جمعه د بلخ په مرکز مزارشریف کې وسلهوالو غلو یو زلمی وژلی و.
اړوندې لیکنې :
- په بدخشان کې احتجاج؛ د طالبانو په ډزو کې درې اعتراض کوونکي وژل شوي
- د ټرمپ ملاتړ کوونکي مسلمانان: د نوي ولسمشر د کابينې ګومارلو له امله نهيلي شوي يو
- په بلخ کې چاودنې یو کس وژلی او بل یې ټپي کړی دی
- په هرات کې زوی خپل پلار وژلی
- د اشرف غني یوه مخکیني ساتونکي ځان وژلی
- طالب جنګیالیو په بلخ کې يو هټۍوال پر «چړې» وژلی