د بدخشان سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې په ماشومانو او ښځو کې د یو ډول ناپېژندلشوې تنفسي ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکوي.
سرچينې شنبه د غويي ته منلې چې دا ناروغي په خواهان ولسوالۍ کې له درېيو ورځو راهيسې ډېره شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه ٨٠ ماشومان او ٤٠ ښځې پر دې ناروغي د اخته کېدو په ترڅ کې د خواهان ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
ورته مهال، د خواهان ولسوالۍ په روغتيايي مرکز کې يوې سرچينې ورځپاڼې ته منلې چې اوسمهال له دوى سره پر دې ناروغۍ لږترلږه ۵۰ اخته کسان بستر دي.
شدید ټوخی او د سینې درد پر دې ناروغۍ د اخته کېدو نښې دي.
تر دې دمخه په بامیان او پکتیکا ولایتونو کې د پوستکي یو ناپېژندل شوې ناروغي په لویانو او ماشومانو کې خپره شوې وه.