روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۱۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۱۲

په بدخشان کې یو طالب د نشه‌یي درملو کارولو له کبله مړ شوی او دوه نور مسموم شوي

د بدخشان په ولایتي روغتون کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو طالب جنګیالی د نشه‌یي درملو کارولو له کبله مړ شوی او دوه نور مسموم شوي دي.

باوري سرچینې شنبه د سلواغې پر ۲۱مه وايي چې دا طالبان تېره شپه د بدخشان د شهربزرګ ولسوالۍ په ربابي کلي کې په خپلمنځي مجلس کې مسموم شوي دي.

د سرچینو په خبره، دغو طالبانو «د عمر ثالث د ملاتړ ۲۱۹ کنډک د ساتنې او مراقبت قوماندانۍ په ټولي» کې دنده لرله.

مړ شوی کس مجتبا حمزه نومېده او د «ټابلېټ کا» له کارولو وروسته یې ساه ورکړې ده.

له بلې خوا سرچینې زیاتوي چې د دوو نورو طالبانو حالت هم نازک و او دمګړۍ د بدخشان په ولایتي روغتون کې بستر دي.

تراوسه په بدخشان کې ځايي طالب چارواکو په دې اړه رسمي څه ویلي نه دي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال په عقرب میاشت کې په تخار کې د امنیې قوماندانۍ د کورني امنیت مدیر مولوي علي‌محمد سیرت د ډېرو جنسي درملو د خوړلو له کبله په ناڅاپي ډول مړ شوی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x