روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۱۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۱۷

په بامیان کې د یو کور د چت لوېدو پېښه کې درې کسانو ژوند بایللی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د باميان په مرکز کې د يو کور د چت لوېدو پېښه کې د يوې کورنۍ درې غړي مړه او درې نور ټپيان شوي دي.په باميان کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر شنبه د غويي پر لومړۍ نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرېدو سره ویلي چې تېره شپه شاوخوا ۸:۰۰ بجې د دغه ولايت مرکز اړوند د «دهن خشکک» په سيمه کې د قوي باران له کبله د يو کور چت لوېدلی دی.

د باميان په مرکز کې د يو کور د چت لوېدو پېښه کې د يوې کورنۍ درې غړي مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

په باميان کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر شنبه د غويي پر لومړۍ نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرېدو سره ویلي چې تېره شپه شاوخوا ۸:۰۰ بجې د دغه ولايت مرکز اړوند د «دهن خشکک» په سيمه کې د قوي باران له کبله د يو کور چت لوېدلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پېښې په قربانیانو کې دوه ښځې او یو نارینه شامل دي.

د طالبانو په خبره، ټپيان د درملنې په موخه د باميان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په هېواد کې قوي بارانونو د مالي زیانونو ترڅنګ ځاني زیانونه هم اړولي دي.

د ویلو ده چې پرون په ارزګان او هلمند ولايتونو کې د يو شمېر کورونو د چتونو لوېدو پېښه کې ۱۵ کسانو ژوند بایللی دی

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x