روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۱۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۱۰

په افغانستان کې د اسټرالیا پوځ د جنګي جرمونو افشاکوونکی له پنځو کلونو په زیات بند محکوم شو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د اسټرالیا پوځ پخوانی وکیل ډیویډ مک‌برایډ له خبریالانو سره په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د «جنګي جرمونو» په هکله د محرمو پوځي اسنادو د شریکولو په تور پر پنځه کاله او اته میاشتې بند محکوم شوی دی.د اسټرالیا اې‌بي‌سي‌ شبکې سې‌شنبه د غويي پر ۲۵مه راپور ورکړی چې مک‌برایډ د «پوځي رازونو د غلا او افشاکولو» په جرم اعتراف کړی دی.

د اسټرالیا پوځ پخوانی وکیل ډیویډ مک‌برایډ له خبریالانو سره په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د «جنګي جرمونو» په هکله د محرمو پوځي اسنادو د شریکولو په تور پر پنځه کاله او اته میاشتې بند محکوم شوی دی.

د اسټرالیا اې‌بي‌سي‌ شبکې سې‌شنبه د غويي پر ۲۵مه راپور ورکړی چې مک‌برایډ د «پوځي رازونو د غلا او افشاکولو» په جرم اعتراف کړی دی.

د اسټرالیا حکومت ادعا کړې: «هغه اسناد چې مک‌برایډ افشا کړي د اسټرالیا امنیت او دفاع په ګواښ کې اچوي.»

په ۲۰۲۰ کال کې د «بریتون» راپور په نوم یوه څلورکلنه څېړنه څرګندوي چې ځینو اسټرالیایي ځواکونو چې په افغانستان کې یې خدمت کاوه د ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ یې ۳۹ ملکیان او زندانیان په ناقانونه توګه وژلي دي او دوو نورو کسانو سره یې تاوتریخوالی کړی دی.

مک‌برایډ لومړنی کس دی چې په اسټرالیا کې د دغې افشا په تړاو بندي کېږي.

نوموړی ۶۰ کلن وکیل د محکمې د پریکړې د اعلان په ورځ یو ځل بیا ټینګار کړی چې د هغه افشاشوي اسناد معتبر دي او د ناسمو کارونو له افشا کېدو سره تړاو ورکړل شوی دی.

مک‌‌برایډ په ۲۰۱۹ کې نیول شوی او د دولتي ملکیت غلا، له قانونه سرغړونه او د محرمو استخباراتي معلوماتو په افشا کولو تورن شوی دی.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جرمونو له افشاکېدو وروسته د دغه هېواد پوځ له نیوکو سره مخ شوی دی.

د اسټرالیا د دفاع وزیر چارډ مارل په دې وروستیو کې ویلي وو چې د هېواد حکومت یې په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو کورنیو ته د تاوان د ورکولو پر لارو چارو غور کوي؛ خو تر اوسه دا طرحه نه ده عملي شوې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x