روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۲۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۲۹

پاکستان په خوست کې د غلام‌خان دروازه هم وتړله

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په خوست کې د باروړنکو موټرو ځينو چلوونکو په دغه ولایت کې د ترانزیت پرمخ د غلام‌خان دروازې د تړلو خبر ورکړی دی.سرچینو  منلې چې دا دروازه پرون ماښام د پاکستاني پوله‌ساتو له لوري تړل شوې او دمګړۍ لسګونه باروړونکي موټر د دروازې په دواړه خواوو کې ایسار پاتې دي.

په خوست کې د باروړنکو موټرو ځينو چلوونکو په دغه ولایت کې د ترانزیت پرمخ د غلام‌خان دروازې د تړلو خبر ورکړی دی.

سرچینو  منلې چې دا دروازه پرون ماښام د پاکستاني پوله‌ساتو له لوري تړل شوې او دمګړۍ لسګونه باروړونکي موټر د دروازې په دواړه خواوو کې ایسار پاتې دي.

دا دروازه وروسته له هغې تړل شوې چې پاکستاني پوځيانو افغان موټرچلوونکو باندې د ویزې درلودلو شرط جبري کړی دی.

په دې اړه طالبانو او پاکستاني لوري لا په رسمي توګه څه ویلي نه دي.

ورته مهال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې دمګړۍ له پاکستان سره په ټولو دروازو کې ترانزیت او د سوداګریزو مالونو تګ راتګ په ټپه ولاړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې له څلورو ورځو راهیسې تورخم دروازه هم تړلې ده او دواړو غاړو ته سلګونه باروړونکي موټر او لویې لارۍ ایسارې پاتې دي.

د یادونې وړ ده چې له ۹۰ ورځو راهیسې د سپین بولدک لار هم بنده ده. دا دروازه هغه مهال وتړل شوه چې پاکستاني لوري پر دې لار د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط جبري کړ. خلکو بیا د پاکستان دې کړنې ته په غبرګون کې له تېرو ۹۰ ورځو راهیسې پرلت کړی او دواړو خواوو ته کاروبارونه په ټپه ولاړ دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x