روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۷

پاسپورټ ریاست: کابل کې د پاسپورټ وېشلو ۲ نوي مرکزونه جوړوو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د پاسپورټ ریاست لپاره د طالبانو د رژیم ویاند نورالله پتمن ویلي، چې کابل کې به د پاسپورټ وېشلو دوه نوي مرکزونه جوړ شي.هغه د دې کار دلیل، خلکو ته د پاسپورټ وېشلو په برخه کې د اسانتیاوو زیاتوالی ښودلی.

د افغانستان د پاسپورټ ریاست لپاره د طالبانو د رژیم ویاند نورالله پتمن ویلي، چې کابل کې به د پاسپورټ وېشلو دوه نوي مرکزونه جوړ شي.

هغه د دې کار دلیل، خلکو ته د پاسپورټ وېشلو په برخه کې د اسانتیاوو زیاتوالی ښودلی.

د پاسپورټ رياست د مالوماتو له مخې، دم‌ګړۍ په ټول هېواد کې په ورځنۍ توګه شاوخوا اته زره ټوکه پاسپورټونه وېشل کېږي او د دغه شمېر زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي.

د پاسپورټ ریاست ویاند ویلي؛ د پاسپورټونو د وېش لړۍ په شفاف ډول روانه ده او تېر کال له ۲۰۰ ډېر کمېشنکاران او جعلکاران عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي.

د پاسپورټ رياست د مالوماتو له مخې، په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې په ټول هېواد کې څه باندې ۷۰۰ زره  پاسپورټونه وېشل شوي او دغه رياست ډاډ ورکوي، چې بانکونو ته د پاسپورټ تعرفو د ورکړې په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه به، له یو شمېر خصوصي بانکونو سره تړون لاسلیک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې خلک د پاسپورټ د وېش بهیر له نیوکو ډک بولي او پکې د پراخ فساد ادعاوې کوي.

طالب چارواکو تېره اوونۍ له انلاین بڼې څخه د پاسپورټ اخیستو لپاره، افلاین بڼې ته د پاسپورټونو د غوښتنلیکونو د اړولو اعلان وکړ.
0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x