روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۵-۰۳-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 7
تاریخ : ۰۵-۰۳-۱۴۰۳
ساعت : ۱۶:۴۲
: 7

هغه ورځ چې زما د خوبونو کور وران شو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : خپل وېښتان مې ږمنځول او په دغه حال کې مې هغه مقاله له یادوکوله چې غوښتل مې د انګلیسي په ټولګي کې یې ولولم. د هغې ورځې سوځيدونکی لمر ته کتل او په دې فکر کې وم چې څنګه د دې ګرمې هوا سره سره کورس ته لاړ شم.  ما باید څلوېښت دقیقې تر دې سوځېدونکې لمر لاندي مزل کړی وای ترڅو خپل ټولګي ته ورسېږم.

خپل وېښتان مې ږمنځول او په دغه حال کې مې هغه مقاله له یادوکوله چې غوښتل مې د انګلیسي په ټولګي کې یې ولولم.

د هغې ورځې سوځيدونکی لمر ته کتل او په دې فکر کې وم چې څنګه د دې ګرمې هوا سره سره کورس ته لاړ شم.  ما باید څلوېښت دقیقې تر دې سوځېدونکې لمر لاندي مزل کړی وای ترڅو خپل ټولګي ته ورسېږم.

زه په دې فکر کې ورک وم، ورور مې مخې ته ودرېد، ماته یې وکتل او ویې ویل: ایا ته غواړې چې کورس ته لاړ شې؟ ما وویل: “هو.” هغه وويل: “طالبانو د نجونو لپاره د انګليسي ژبې کورسونه تړلي دي.” بې له کوم تعارفه مې ټلویزیون چالان کړ او پوه شوم چې تر دویمې خبرې پورې پوهنتونونه، ښوونځي، کورسونه او د ویښتانو سالونونه تړل شوي وو.

زه د انګلیسي کورس او درسونو په اړه نه، بلکې د پوهنتون د درسونو په اړه فکر او ژړا کوم، چې ما په زړه، مبارزه، له زرګونو سختیو او ستونزو سره لوستی او بریالی شوی یم. ما غوښتل چې هغه وخت مړه شم. که ځان وژنه ګناه نه وای ما به داکار په خوشحالۍ سره تر سره کړی وای.  اوس هم، کله چې د هغو ورځو، مبارزو او بالاخره هر څه د ځمکې پر مخ غورځول په اړه فکر کوم، زه خپلې اوښکې نه شم پټولی. هره لحظه چې زه یوازې یم، زه خپل زنګونونه نیسم او ژاړم او هیله لرم چې یوه معجزه پیښ شي.

زه چمتو وم چې د درسونو او تمریناتو لپاره هرڅه چې زه یې لرم او نه لرم قربان کړم. اوس هر څه لرم خو د درسونو خبر نه لرم.

ما د زرګونو نورو نجونو په څېر شپه او ورځ زده کړه وکړه، ترڅو د کانکور په ازموینه کې بریالی شم او پوهنتون ته لاړ شم. ما حتی د خپل روغتیا په اړه فکر نه کاوه. د دې ټولو ستونزو تر څنګ مې د پوهنتون په لاره کې د هغه بدو الفاظو او کوڅو ټوکو ټکي هم له پامه ونه غورځول چې د پوهنتون په لاره کې مې اوریدلي وو خو سترګې مې پټې کړې. زه د هغه سختیو په اړه چې د مطالعې له امله ما سره مخ شوی و  په خپګان  اخته وم.

د پوهنتونونو له تړلو وروسته، ما په قصدي توګه د هغو کتابونو په منځ کې له لاسه ورکړ چې ما د رسمي چوکاټ څخه بهر لوستل او نور زه نه خوښوم چې چیرته لاړ شم – حتی د خپلو نږدې خپلوانو کور ته. زموږ د ژوند ورځې یوازې د کور په څلور دیوالونه کې تیریږي او ژوند هیڅ خوند نه لري.

حتی د داسې حالت تصور کول چې تاسو نور د هیڅ شی لپاره امید نه لرئ او یوازې ورځې تیر کړئ خورا ستونزمن وي او په داسې حالت کې ژوند کول نور هم ستونزمن دي.

موږ په ورځ کې یوازې یو ساعت مطالعه کوو؛ دا په ښوونځي کې فقه ده. زموږ په ټولګي کې داسې نجونې شته چې له ناڅرګندې راتلونکې او د خپلو کورنیو او طالبانو له محدودیتونو ستړې شوې دي. داسې ورځ نه تیریږي چې د خپل یوه همکار څخه مې دا پوښتنه نه وي اوریدلې: “په پای کې به څه کیږي، موږ کوم لوري ته روان یو؟” هغه سختۍ به څه وي چې موږ تر دې دمه زغملي یو؟”

په دې ډله کې یوازې موږ درې تنه یو چې د پوهنتون محصلین هم شامل دي، پاتې نورې ټولې هغه نجونې دي چې د تېر حکومت له سقوط وروسته له زده کړو بې برخې شوې دي.

د دې لارې له پيل څخه دوه کاله تېر شول، زما څو ټولګيوالو د واده له امله خپلو زده کړو ته دوام ور نه کړ. ډېرو يې د واده لامل هم راته وويل، چې دهغوی کورنۍ ویلی وو: ته نور زده کړه نه شې کولای، د ښوونځي او پوهنتون د خلاصېدو انتظار بې ګټې دی او ښوونځي د درد دوا نه کوي، نو ښه ده چې واده وکړئ. لږترلږه یو څو ماشومان ولرئ.”

زما ځینو ټولګیوالو د خراب اقتصادي وضعیت له امله چې د پخواني حکومت له نسکوریدو وروسته یې کورنۍ زیانمنې شوې، خپلو زده کړو ته دوام نه شي ورکولی او زما ځینو نورو ټولګیوالو د خپلو کورنیو د نارینه وو له امله چې طالبان غوندې ذهنیت لري، زده کړو ته اجازه ورنکړل شوه.  هره ورځ زما د ټولګیوالو شمیر د دې دلیلونو لپاره کمیږي.

په داسې نړۍ کې چې ښځې مریخ ته سفر کوي او نارینه په بله سیاره کې د انساني ژوند لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په لټه کې دي، زه شرمیږم چې خپل غږ د دې لپاره چې نجونې پرېږدﺉ چې درس ووایي،وباسم.

تر ټولو سخت درد د خپلو حقوقو غوښتل دي. هغه حق چې ستا خالق تا ته درکړی وو، خو د هغه مخلوق د “انسان” په نامه د ښځې په جرم له تا څخه واخیست.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x