روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۸
: 1

نیکلاسن: موږ د سېلاب ځپلي افغانستان وضعیت له نږدې څارو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ویلي چې په دغه هېواد کې د سېلاب ځپلو وضعیت له نږدې څاري.نیکلاسن دا پیغام شنبه د غويي پر ۲۲مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلی دي.نوموړي زیاته کړې چې اروپايي ټولنه د بېړنیو مرستو استولو ته چمتو ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ویلي چې په دغه هېواد کې د سېلاب ځپلو وضعیت له نږدې څاري.

نیکلاسن دا پیغام شنبه د غويي پر ۲۲مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلی دي.

نوموړي زیاته کړې چې اروپايي ټولنه د بېړنیو مرستو استولو ته چمتو ده.

وروستیو سېلابونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې ډول بغلان کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې په بغلان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۳۰۰ کسان مړه کړي دي.

اخوا، د طالبانو تر کنټرول لاندې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په ځينو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو ۸۵ کسان مړه او څه باندې ۱۰۰ کسان ټپيان کړي دي.

افغان سوداګر میرویس عزیزي ویلي چې په هېواد کې یې له سېلاب ځپلو سره ۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته ځانګړې کړې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x