روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۲۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۲۴

نړۍوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلې لارموندنه؛ محمدنبي د افغان اتلانو ستاینه وکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : نړۍوال جام ته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لارموندنې د بریا په خوشحالۍ کې د کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي او د نړۍوال شل اووریز کرېکټ درېیم الروانډر محمدنبي عیسی‌خېل د افغان زلمیو لوبه ستایلې او ټولو هېوادوالو ته یې د دغې سترې بریا مبارکي ورکړې ده.

نړۍوال جام ته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لارموندنې د بریا په خوشحالۍ کې د کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي او د نړۍوال شل اووریز کرېکټ درېیم الروانډر محمدنبي عیسی‌خېل د افغان زلمیو لوبه ستایلې او ټولو هېوادوالو ته یې د دغې سترې بریا مبارکي ورکړې ده.

نبي یک‌شنبه د غويي پر ۹مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي: « زمونږ د فوټسال لوبډلې په لومړي ځل د فوټسال نړۍوال‌ جام ته لاره پیدا کړه. زنده‌باد ځوانانو.»

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په ازبکستان کې د فوټسال نړۍوال جام د غوراوي سیالیو په پای لوبه کې له قرغزستان سره لوبه وکړه او په پای کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۵-۳ په توپیر ماتې ورکړه او نړۍوال جام ته یې لاره وموندله.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x