روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۵۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۵۰

نړیوال بانک: د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ټيټ شوی دی

نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي وضعیت په تړاو یو خپاره کړي راپور کې ویلي چې روان زېږدیز کال کې د ټولو مهمو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ټيټ شوی دی.

نړیوال بانک یکشنبه د کب پر ۲۰مه ویلي چې پروسږکال د ملګرو ملتونو د شاوخوا ۱.۸ میلیارد ډالرو مرستو او نږدې دوه میلیارد ډالره حوالو له کبله د افغانۍ ارزښت د امریکايي ډالر پر وړاندې ۲۷ سلنه لوړ شوی و.

د دغه بانک په خبره، د اسعارو دا لوړوالی د شاوخووا ۳.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت تجارتي کسر جبران کړ چې په سیمه‌ییزو بازارونو کې د ډالرو د زیاتوالي او د افغانۍ ارزښت د لوړوالي لامل شو.

د نوموړي بانک د راپور په حواله، د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړیدو بیا د تورم له کمېدو، د وارداتو ارزانه کېدو او په افغانستان کې د تقاضا له کمېدو سره مرسته کړې ده.

د نړیوال بانک په راپور کې راغلي: «د ۲۰۲۴ کال په پېلېدو د افغانۍ لپاره جریان بدل شوی چې د ټولو مهمو بهرنیو اسعارو پر وړاندې رالوېدلې. د فبرورۍ تر پایه د امریکايي ډالر پر وړاندې ۵.۴ سلنه، د یورو پر وړاندې پنځه سلنه، د چینايي ین پر وړاندې ۱۳ سلنه، د هندۍ روپۍ پر وړاندې ۵.۲ سلنه او د پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې بیا ۶.۳ سلنه ټيټه شوې ده.»

پرون د کابل په سرای شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر په ۷۰.۹ افغانۍ بدلېده.

طالبانو د افغانۍ ارزښت د ثبات ساتلو په موخه وخت ناوخت بهرني اسعار په ځانګړي توګه ډالر لیلاموي.

پرون هم د افغانستان بانک ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه وپلورل.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصاد له پرځېدو سره مخامخ شو او د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک له هڅو سربېره بیا هم د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت مخ په ځوړ روان و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x