ځايي سرچينې وايي چې «ناپيژاندو وسلهوالو» په فارياب کې د تېر جمهوري نظام يو سرتېرى په ډزو ویشتی دی.
سرچینو رسنې ته منلې چې دغه پخوانی سرتېری «خاصو» نومېده او د شنبې ورځ، سلواغې پر ۲۱مه ماذدیګر مهال د المار ولسوالۍ په «غلبله» کلي وژل شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخوانى سرتېري ٣٥ کاله عمر لرلو و او شاوخوا اووه کاله يې د تېر جمهوري نظام د سيمهييزو پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کړې وه.
طالبانو هم دغه پېښه منلې او ويلي يې دي چې «ناپېژانده وسلهوال» د دغه سړي له وژلو وروسته له سيمې تښتېدلي دي.
ورته مهال، طالبانو تر اوسه په دې اړه چې وژل شوی پخوانی سرتېری دی او کنه، څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د پخوانيو دولتي سرتېرو د مرموزو وژنو شمېر زيات شوى دى.
د سلواغې پ ۱۴مه د تېر جمهوري نظام یو سرتیری له ایرانه تر راستنیدو وروسته په پروان کې د نامعلومو وسلهوالو له لوري وویشتل شو.
اړوندې لیکنې :
- په هېواد کې د مرموزو او هدفي وژنو روانه لړۍ؛ ناپېژندو وسلهوالو په فاریاب کې یو ځوان وویشت
- د مرموزو وژنو روانه لړۍ؛ ناپېژنده وسلهوالو په خوست کې یو ځوان په ډزو وواژه
- ننګرهار کې د جنايي پېښو دوام؛ ناڅرګندو وسلهوالو یو سړی په ډزو وویشت
- په کندهار کې د وسلهوالو پېښو دوام؛ ناپېژاندو وسلهوالو یو سړی وواژه
- ناپيژاندو وسلهوالو په کاپيسا کې دوه ښځې ووژلې
- ناپېژاندو وسلهوالو په فراه کې یو سړی په ډزو وواژه