روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۰۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۰۱

مولوي عبدالکبیر: د چین همکاري کولای شي په افغانستان کې د مثبتو بدلونونو او اقتصادي ودې لامل شي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د چین له سفیر سره په کتنه کې ویلي چې د چین همکاري کولای شي په افغانستان کې د مثبتو بدلونونو او اقتصادي ودې لامل شي.ارګ چهارشنبه د غويي پر ۲۶مه د مولوي عبدالکبیر او په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ ترمنځ له لیدنې خبرې وکړی دی.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د چین له سفیر سره په کتنه کې ویلي چې د چین همکاري کولای شي په افغانستان کې د مثبتو بدلونونو او اقتصادي ودې لامل شي.

ارګ چهارشنبه د غويي پر ۲۶مه د مولوي عبدالکبیر او په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ ترمنځ له لیدنې خبرې وکړی دی.

په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي چې د افغانستان په هکله په نړیوالو غونډو کې د چین همکاري او د طالبانو له دریځ څخه د بیجنګ ننګه یې په ګټه ده.

نوموړي زیاته کړې چې طالبان پر کړو ژمنو «ولاړ» دي او هڅه کوي په سیمه‌ییزو مسایلو او د سیمې په ثبات او پرمختګ کې «فعاله ونډه» ولري.

په خبرپاڼه کې د شینګ له قوله لیکل شوي چې نوموړي له طالبانو سره د بیجنګ پر همکارۍ ټينګار کړی.

هغه زیاته کړې چې چین په نړیوالو غونډو خصوصاً د امنیت شورا په غونډه کې د طالبانو له دریځه ملاتړ کوي او په وینا یې، خپلې همکارۍ ته ژمن دی.

طالبان په تېرو څه کم درېیو کلونو کې له چین سره نږدې اړیکې لري.

تر اوسه چین د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندلی نه دی.

تېره میاشت د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایو یونګ په هېواد کې د ټولګډوني حکومت جوړېدو په تړاو د نړیوالې ټولنې اندېښنې «پرځای» بللې وې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x