روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۴۷

مولانا فضل‌الرحمن به نن کابل ته راشي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد افغانستان ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام دمشر مولانا فضل‌الرحمن د سفر خبر ورکړی دی.مجاهد په خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې مولانا فضل‌الرحمن د یک‌شنبې ورځ، مرغومي په ۱۷مه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راځي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد افغانستان ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام دمشر مولانا فضل‌الرحمن د سفر خبر ورکړی دی.

مجاهد په خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې مولانا فضل‌الرحمن د یک‌شنبې ورځ، مرغومي په ۱۷مه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راځي.

تر دې وړاندې د پاکستان  د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمن ویلي وو چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په بلنه افغانستان ته ځي او د ټي‌ټي‌پي مسله یې د اجنډا په سر کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو تل افغان طالبان له افغانستانه د ټي‌ټي‌پي د بریدونو په مخنیوي کې په کم‌کارۍ تورن کړي.

تمه کېږي چې مولانا فضل‌الرحمان به د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ سړه شوې اړیکه بېرته توده کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x