د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد افغانستان ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام دمشر مولانا فضلالرحمن د سفر خبر ورکړی دی.
مجاهد په خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې مولانا فضلالرحمن د یکشنبې ورځ، مرغومي په ۱۷مه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راځي.
تر دې وړاندې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمن ویلي وو چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده په بلنه افغانستان ته ځي او د ټيټيپي مسله یې د اجنډا په سر کې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو تل افغان طالبان له افغانستانه د ټيټيپي د بریدونو په مخنیوي کې په کمکارۍ تورن کړي.
تمه کېږي چې مولانا فضلالرحمان به د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ سړه شوې اړیکه بېرته توده کړي.
اړوندې لیکنې :
- سمیع سادات: خلیل الرحمن حقاني جنایت کار، ترهګر او د پاکستان غلام و
- مولانا بلخي او طالبان
- مولانا فضلالرحمان: د ملا هبتالله په بلنه افغانستان ته سفر کوم
- له مولانا سره د طالبانو دښمني؛ د مینې رڼا په تشدد نه ختمیږي
- له زیږون څخه تر مرګ پورې ؛ د مولانا ژوند او د هغه د مړینې په وخت کې د پیښو لنډیز
- په کابل کې یو ځوان وژل شوی