روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۰۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۰۱

مولانا فضل‌الرحمان: د ملا هبت‌الله په بلنه افغانستان ته سفر کوم

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان د جمعیت علمای پاکستان مشر ویلي چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په بلنه افغانستان ته سفر کوي او ښايي د ټي‌ټي‌پي موضوع یې د دغه سفر د اجنډا برخه وي.د ډان ورځپاڼې په حواله، د جمعیت علمای پاکستان مشر دا خبرې شنبه د مرغومي پر ۱۶مه له خبریالانو سره په خپل کور کې کړې دي.

د پاکستان د جمعیت علمای پاکستان مشر ویلي چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په بلنه افغانستان ته سفر کوي او ښايي د ټي‌ټي‌پي موضوع یې د دغه سفر د اجنډا برخه وي.

د ډان ورځپاڼې په حواله، د جمعیت علمای پاکستان مشر دا خبرې شنبه د مرغومي پر ۱۶مه له خبریالانو سره په خپل کور کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې: «ما د طالبانو د مشر په تایید بلنلیک ترلاسه کړې او له هغه سره به لیده کاته وکړم. شیخ هبت‌الله اخوندزاده ډېر کم له بهرنیو استازو سره ګوري.»

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ټي‌ټي‌پي خبره به له طالبانو سره شریکه کړي ویلي: «هو ښايي وشي، موږ به له خپلو اړیکو د ښه نیت لپاره کار واخلو.»

فضل‌الرحمان زیاته کړې چې پاکستانۍ دولت ورسره په اړیکه کې دی او غواړي دا سفر یې پاېلې ته ورسېږي.

نوموړي یوې بلې پوښتنې ته چې ایا د نجونو د زده‌کړو خبره به له طالب مشرانو سره شریکه کړي وویل: «په اسلامي شریعت کې د نجونو د تحصیل خبره نه شته، خو هر هېواد حق لري چې کورنیو چارو، سولې، امنیت او سوداګرۍ په اړه خپلې اړوندې تګلارې پلي کړي.»

هېواد ته د پاکستان د جمیعت علمای پاکستان د مشر د سفر کره نېټه په ډاګه نه ده.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو او اسلام‌اباد تر منځ د اړیکو له ترینګلي کېدو وروسته، هغوی د پاکستان د جمعیت علمای پاکستان له مشر غوښتنه وکړه، څو «پاکستان کې د دغې ډلې پر وړاندې د پروپاګند د مخنیوي» لپاره کابل ته سفر وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و چې هغوی فضل‌الرحمان ته د سفر بلنه ورکړې، څو «د افغانستان موجود حقیقتونه د پاکستان له خلکو» سره شریک کړي.

مولانا فضل‌الرحمان پاکستان کې مشهور سیاسي او مذهبي څهره بلل کېږي چې تل یې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x