روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۵۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۰:۵۷

ملګري ملتونه: افغانستان د اوبو کمښت له یوه قوي ناورین سره مخ دی

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په افغانستان کې د اوبو د کمښت ناورین په هکله خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغې ننګونې په افغانستان کې میلیونونه خلک اغېزمن کړي دي.

دې بنسټ جمعه د وري پر ۳مه په خپل نوي راپور کې ویلي چې د افغانستان شاوخوا ۷۹ سلنه وګړي کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.

د یاد سازمان په خبره، قوي وچکالي، اقتصادي بې‌ثباتي، د اوږدمهاله جګړو ویجاړونکې اغیزې او اقلیمي بدلون چې د اوبو د حیاتي سرچینو د ویجاړولو لامل شوي، هغه عوامل دي څو په دې ناورین کې رول ولري.

د ملګرو ملتونو پراختيايي سازمان په خپل راپور کې د اوبو پر حیاتي رول ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د څښاک د پاکو اوبو رسونې له سلګونو پروژو ملاتړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د معلوماتو پر بنسټ، د څښاک د اوبو رسونې او کرنې په برخه کې یې پروژو په ټول هېواد کې پر ۴.۴ میلیون کسانو مثبت اغېز کړی دی.

دې سازمان داسې مهال په هېواد کې د اوبو ناورین د پراخېدو په هکله خبرداری ورکوي چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان شاوخوا ۶۷ سلنه خلک د وچکالۍ له ناورینه اغېزمن شوي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x