روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۴۰

ملا برادر: لا هم د افغانستان په ځينو بانکونو کې د نغدینګۍ ستونزه شته

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې لا هم د افغانستان په یو شمېر بانکونو کې د نغدینګۍ ستونزه شته.

ملا برادر دا څرګندونې یکشنبه د سلواغې پر ۲۲مه په کابل کې د «اقتصادي عالي شورا مشرتابه، مالي ثبات کمېټې او د مجوزو بانکونو سهمدارانو» غونډې ته کړې دي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ مطبوعاتي دفتر د عبدالغني برادر په حواله، د «افغانستان په بیارغونه او پرمختګ» کې د بانکي سکټور رول مهم بللی؛ خو ویلي دي: «په یو یا دوو بانکونو کې د نغدینګۍ ستونزه لا هم په بشپړ ډول حل شوې نه ده.»

نوموړي د مجوزو بانکونو له سهمدارانو او د مالي ثبات کمېټې له غړو غوښتي چې په ګډه د دې ستونزې د هواري لپاره همکاري وکړي.

پر دې سربېره، عبدالغني برادر د خصوصي بانکونو له سهمدارانو غوښتي چې افغانستان ته راشي او د خپلو بانکونو چارې په ښه ډول مدیریت کړي او په وینا یې، د هېواد د بانکي سکټور په پرمختګ کې ونډه واخلي.

د یادونې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د هېواد بانکي سکټور د پرځېدو له ګواښ سره مخ شو او د دوو کلونو په تېرېدو لا هم د بانکدارۍ بهیر عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.

سوداګر او پېرېدونکي د بانکي خدمتونو په وړاندې کولو کې له ستونزو سره مخ دي او په اسانۍ نه شي کولای له خصوصي او دولتي بانکونو خپلې اړتیا وړ پیسې راوباسي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x