روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۰۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۰۵

مرموزې وژنې؛ په پکتیا کې د یوه ځوان مړی له یوې ورځې نادرکۍ وروسته وموندل شو

سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په پکتیا ولایت کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی.

سرچینې  ورځپاڼې ته منلې چې د دغه ځوان مړی له یوې ورځې نادرکۍ وروسته، د سې‌شنبې ورځ، سلواغې پر ۱۷مه د څمکنیو ولسوالۍ په «چنارګي» کلي کې موندل شوی دی.

د سرچينې په وینا، دغه ځوان ٢٦ کاله عمر لرلو او د چړې په ګوزارونو وژل شوى دى.

دغه ځوان د ډنډپټان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.

طالبانو هم دغه پېښه منلې او ويلي يې دي چې دوی د پېښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو په موخه خپلې پلټنې پيل کړي دي.

د يادونې وړ ده چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې مرموزې وژنې زياتې شوې دي.

د رسنی موندنې ښيي چې د پنج‌شنبې، مرغومې له ۵مې د روانې اونۍ تر یک‌شنبې پورې په تخار، هرات، هلمند، بادغیس او بلخ ولایتونو کې د مرموزو وژنو ۱۲ پېښې ثبت شوې دي.

د هېواد سیاسي شنوونکي او ولس په دې ډول پېښو کې طالبان په لاس لرلو تورنوي او زياتوي چې په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې ټولې مرموزې وژنې د «طالبانو له بهرنۍ کړۍ» څخه شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x