روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۰۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۰۶

مجاهد په کابل کې له خپل استوګنځي څخه د ګلبدین حکمتیار د ایستلو په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل

طالبانو د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار د کور محاصره او بل ځای ته د هغه جبري لېږد په اړه خپاره شوي خبرونه رد کړل.

 د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد سه‌شنبه د وري پر ۷مه په خپله اېکس‌پاڼه کې په رسنیو کې د حکمتیار په اړه خپاره شوي خبرونه «افواهات» وبلل.

نوموړي ویلي: «حکمتیار د هېواد یو جهادي شخصیت دی، خو دا چې د هغه د اوسېدو پخوانی ځای متنازع فیه و، پرېکړه وشوه چې هغه یو مناسب ځای واوسېږي.»

دغه راز، مجاهد زیاته کړې چې د حکمتیار پر وړاندې هېڅ اقدام شوی نه دی او په خبره یې، د نوموړي «عزت، وقار او حیثیت په خپل ځای دی.»

دوه ورځې وړاندې رسنیو داسې خبرونه خپاره کړل چې ګوندې طالبانو د ګلبدین حکمتیار کور محاصره کړی او هغه یې اړ کړی چې له خپل استوګنځي ووځي.

له دې وروسته، حکمتیار ته نږدې سرچینې ته په یو پیغام کې او دغه راز د نوموړي زوی حبیب‌الرحمان حکمتیار په خپله اېکس‌پاڼه کې د حزب اسلامي مشر د کور محاصره کېدل رد کړل او زیاته یې کړه چې نوموړی بل ځای ته لېږدول شوی دی.

په سبا یې، د حکمتیار زوی په خپله اېکس‌پاڼه کې د طالبانو له چلنده شکایت کړی و او زیاته کړې وه چې «هر یو ځانته امیرالمومنین دی.»

ګلبدین حکمتیار په تېرو دوه نیم کالو کې پرلپسې د طالبانو پر پالیسو نیوکې کړې دي.

د حزب اسلامي مشر تېره اوونۍ د نجونو پر زده‌کړو بندیز تېروتنه بللې او د خلکو د خوښې او ارادې پربنسټ یې د حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x