روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۵
: 1

مجاهد: افغانستان کې پر مذهبي ځایونو بریدونو کې د تاجکستان او پاکستان وګړي لاس لري

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد وايي، په افغانستان کې پر جوماتونو، خانقاوو، دیني مدرسو او پر دیني عالمانو بریدونو کې بهرني وګړي په ځانګړې توګه تاجکستانیان لاس لري.مجاهد دغه څرګندونې د یک‌شنبې ورځ، د مرغومي په ١٠مه، کابل کې په يوې غونډه کې کړې دي.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد وايي، په افغانستان کې پر جوماتونو، خانقاوو، دیني مدرسو او پر دیني عالمانو بریدونو کې بهرني وګړي په ځانګړې توګه تاجکستانیان لاس لري.

مجاهد دغه څرګندونې د یک‌شنبې ورځ، د مرغومي په ١٠مه، کابل کې په يوې غونډه کې کړې دي.

د هغه په ​​وينا، همداراز پاکستانيان په دویمه درجه کې په افغانستان کې د ډېرو بريدونو په «تنظيم» کې لاس لري.

محمدیعقوب مجاهد زیاته کړې چې په تېرو دولسو میاشتو کې لسګونه تاجکستانيان د طالبانو له خوا په بېلابېلو تورونو وژل شوي او سلګونه نور نیول شوي دي.

محمد یعقوب مجاهد زیاته کړې: «ځینې مغرضې ډلې د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره غواړي د افغانستان په اړه د سیمې او نړۍ هېوادونو د اندېښنو په رامنځته کولو سره مادي ګټې ترلاسه کړي.»

د هغه په ​​وينا، ملګري ملتونه او ځيني نور بنسټونه «د دغو حلقو د درواغو» راپورونو باندې باور کوي.

په ورته وخت کې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست د سیمې له هېوادونو غوښتي چې خپلې ځمکنۍ او هوايي پولې دې په جدي توګه کنټرول کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه تاجکستان او پاکستان تل په د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو له حضور څخه اندېښنه ښودلې ده.

د رسنی موندنې ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو تر چتر لاندې زیات شمېر سیمه‌ییز جهادیان له خپلو کورنیو سره فعالیت لري او د ازبکستان د اسلامي تحریک او د تاجکستان انصارالله د غړو شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ په شمال ختیځ، په ځانګړي توګه بدخشان کې ژوند کوي.

د افغانستان په ختیځ کې باخبره سرچینې هم تاییدوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) جنګیالیو زرګونه کورنۍ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي.

ډیری دغه جنګیالي د طالبانو سربیره له القاعدې سره هم راکړه ورکړه لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x