روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۵۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۵۴

متیو میلر: امریکا په افغانستان او سیمه کې د داعش ګواښونو ته اندېښمنه ده

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر وايي چې افغانستان باید د «ترهګرو» پر خوندي‌خونه بدل نه شي.

میلر سې‌شنبه د وري پر ۷مه د يوې خبري ناستې پر مهال ویلي چې دوى په افغانستان او سيمه کې د داعش ګواښونو ته اندېښمن دي.

د هغه په ​​خبره، امريکا د داعش خراسان ګواښونو ته «متوجه» ده او له خپلو متحدينو سره په ګډه کار کوي څو د دغو ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې دا د طالبانو په ګټه ده څو د «ترهګرو ډلو» پر ضد مبارزه وکړي.

داعش خراسان، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان او سیمه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

په وروستۍ پېښه کې د داعش یوه ځانمرګي بریدګر په کندهار کې د کابل بانک څانکې مخې ته یو شمېر طالب جنګیالي په نښه کړل چې په ترڅ کې یې ۴۵ کسان ووژل شول او ۵۶ نور ټپیان شول.

له دې پېښې وروسته د دغې ډلې غړو مسکو ته څېرمه د کنسرت پر یوه تالار برید وکړ چې په ترڅ کې یې لږترلږه ۱۴۰ کسان ووژل شول.

دغو بریدونو د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو اندېښنې راپارولي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x