روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۰۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۰۹

متقي د پاکستان د بهرنیو چارو نوي وزیر ته کابل ته د سفر کولو بلنه ورکړه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د پاکستان بهرنیو چارو نوي وزیر ته بلنه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون شنبه د کب پر ۲۶مه راپور ورکړی چې امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له نوي وزیر محمداسحاق ډار سره ټیلفوني خبرې اترې کړې دي.

متقي زیاته کړې چې سیمه ورځ تر بلې خپل مثبت تعاملات زیاتوي او په خبره یې، د پاکستان د رغنده برخې اخیستلو په تمه دي.

د راپور په حواله، دواړو لوریو په ډيورنډ کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګریز تګ راتګ کې د اسانتیا په راوستولو او د شته ستونزو په له منځه وړلو ټينګار کړی دی.

په دې وروستیو ورځو کې د طالب او پاکستاني چارواکو ترمنځ لیدنې کتنې ډېرې شوې دي.

څو ورځې وړاندې امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په کتنه کې ویلي و چې د پاکستان نوی حکومت دې له دوی سره د اړیکو پیاوړتیا په موخه رغنده ګامونه پورته کړي.

له دې وړاندې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده هم په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني غوښتي و، څو د «دواړو خواوو ترمنځ د تعامل د بېرته پېلېدو» په اړه د نوموړي پیغام له خپل نوي حکومت سره شریک کړي.

د راپورونو په حواله، د هبت‌الله اخوندزاده پیغام د کندهار والي ملا محمدعلي حنفي له لارې چې په ملاشیرین هم پېژندل کېږي، له نظاماني سره شریک شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x