د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د پاکستان بهرنیو چارو نوي وزیر ته بلنه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون شنبه د کب پر ۲۶مه راپور ورکړی چې امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له نوي وزیر محمداسحاق ډار سره ټیلفوني خبرې اترې کړې دي.
متقي زیاته کړې چې سیمه ورځ تر بلې خپل مثبت تعاملات زیاتوي او په خبره یې، د پاکستان د رغنده برخې اخیستلو په تمه دي.
د راپور په حواله، دواړو لوریو په ډيورنډ کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګریز تګ راتګ کې د اسانتیا په راوستولو او د شته ستونزو په له منځه وړلو ټينګار کړی دی.
په دې وروستیو ورځو کې د طالب او پاکستاني چارواکو ترمنځ لیدنې کتنې ډېرې شوې دي.
څو ورځې وړاندې امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په کتنه کې ویلي و چې د پاکستان نوی حکومت دې له دوی سره د اړیکو پیاوړتیا په موخه رغنده ګامونه پورته کړي.
له دې وړاندې د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده هم په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني غوښتي و، څو د «دواړو خواوو ترمنځ د تعامل د بېرته پېلېدو» په اړه د نوموړي پیغام له خپل نوي حکومت سره شریک کړي.
د راپورونو په حواله، د هبتالله اخوندزاده پیغام د کندهار والي ملا محمدعلي حنفي له لارې چې په ملاشیرین هم پېژندل کېږي، له نظاماني سره شریک شوی دی.
اړوندې لیکنې :
- فیلپو ګرانډي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان کډوالو په هکله خبرې وکړې
- د امریکا استازي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په هکله خبرېاترې وکړې
- د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان په خاوره کې مو د اطلاعاتو پر بنسټ عملیات کړي
- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان په هکله د خبرواترو لپاره قطر او پاکستان ته سفر کوي
- د خلیلزاد خبرې؛ مقاومت ته د امریکا "نه" او له طالبانو سره د بیعت کولو بلنه؟
- متقي له اسراییلو سره د سوداګریزو اړیکو د پرې کولو په برخه کې د ترکیې دریځ ستایلی