روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۵۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۵۱

متقي: افغانستان د شین کوریزو ګازونو په تولید کې برخه نه لري

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سلاکار او د اقلیم په برخه کې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ویلي چې افغانستان د شین کوریزو (ګلخانه‌يي) ګازونو په تولید کې ونډه نه لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي شنبه د سلواغې پر ۲۱مه د امیرخان متقي او د پوتین سلاکار او د اقلیم په برخه کې ځانګړي استازي روسلان عادلګیرییف ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دې لیدنه کې متقي د دوه اړخیزو اړیکو د کچې لوړولو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي دي چې د ډيپلوماتیکو اړیکو له لوړولو سره به په ګڼو برخو کې پرمختګ رامنځته شي.

د نوموړي په خبره، افغانستان که څه هم د ګلخانه‌يي ګازونو په تولید کې برخه نه لري؛ خو په خبره یې، بیا هم د اقلیمي بدلانه له منفي اغېزو خوندي نه دی.

له بلې خوا، بلخي د عادلګیرییف له قوله لیکلي چې نوموړی د طالبانو او روسیې ترمنځ د ډيپلوماتیکو اړیکو د کچې د لوړېدو پر لارو چارو غږېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې چې طالب استازي باید د اقلیمي بدلون اړوندو نړیوالو غونډو کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون نړیوال کنفرانس کاپ۲۸ کې طالب استازو ته د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی چې د اقلیمي بدلون له پلوه تر ټولو ډېر زيان منوونکي دي.‌

د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنې پروګرام د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې له ۱۹۵۰ کال څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د تودوخې درجه ۱.۸ درجې لوړه شوې چې په تېرو ۶۰ کالو کې بې مخینې بلل کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x