روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۲۷

له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنولو دوام؛ مولوي عبدالکبیر: هېواد ته د افغانانو په راتګ خوشحاله یم

د طالبانو د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په جبري ډول د افغان کډوالو شړل د «نړیوالو اصولو خلاف» بللي؛ خو ویلي دي چې هېواد د افغانانو په راتګ خوشحاله دی.

ارګ دوشنبه د سلواغې پر ۲۳مه پر ایکس‌پاڼه ننګرهار ته د مولوي عبدالکبیر د سفر او په تورخم کې د راستنېدونکو لپاره د جوړ شوي کمپ د لیدنې خبر ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې په جبري ډول د افغانانو شړل «د ټولو نړیوالو اصولو خلاف» دي؛ خو هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو په راتګ خوشحاله دی.

نوموړي له هېوادوالو غوښتي چې له راستنېدونکو افغانانو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لنډمهالي حکومت د تېر کال په نومبر کې په دغه هېواد کې له اسنادو پرته کډوالو د شړلو لړۍ پېل کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم ویلي چې ښايي له پاکستان څخه په راتلونکو میاشتو کې له ۴۸۳ زره ډېر افغانان افغانستان ته راستانه شي.

دغه بنسټ ویلي چې د دغو راستنېدونکو ۹۸ سلنه به د مرستې رسونې پروګرامونو له ملاتړه برخمن شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x