روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۲۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۲۸

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو؛ د بخښنې نړۍ‌وال سازمان: د زیاتو پناه‌غوښتونکو ژوند به له ګواښ سره مخ شي

د بخښنې نړۍ‌وال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د دویم پړاو د احتمالي پیل له اعلان وروسته د دې پړاو د منفي پایلو په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بخښنې نړۍوال سازمان د سویلي اسیا څانګې په خپله ‌اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د پاکستان د کډوالو ایستلو لړۍ دوام به د زیات شمېر افغان پناه‌غوښتونکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

یاد سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په پاکستان د افغان کډوالو د پناه‌غوښتنې دوسیو ته رسېدنه چټکه کړي.

د بخښنې نړۍوال سازمان ټینګار کړی چې د پاکستان حکومت باید د افغان کډوالو ډله‌ییز ایستل ودروي او د بشري حقونو د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ دې د کډوالو حقونه خوندي وساتي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې ټاکل شوې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل شي.

د پاکستان حکومت د دغه هېواد پولیسو ته امر کړی چې ژرترژره د هغو افغانانو د استوګنې په هکله چې د لنډمهالې استوګنې کارټونه لري، معلومات چمتو کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x