روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۰۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۰۲

له سینما تر کاریګرۍ؛ افغان پېژندل شوی ډایرکټر په ایران کې ګاریګري کوي

پېژندل شوی افغان ډایرکټر عبدالرشید عظیمی ایران ته له کډوال کېدو وروسته، ګاریګرۍ ته مخه کړې ده.

په ټولنیزو رسینو کې ځينو سینمايي څېرو او فرهنګي فعالانو نن شنبه د سلواغې پر ۱۴مه داسې انځورونه خپاره کړي چې نوموړی په کومه ودانۍ کې پر سنګ‌کارۍ بوخت ښيي.

ځينو سینمايي څېرو د دغه افغان ډایرکټر د انځورونو په خپرولو، د دې چارې لامل اقتصادي ستونزې یادې کړې دي.

له دې وړاندې هم دغه افغان ډایرکټر د اقتصادي ستونزو له کبله خپل سینمايي توکي لیلام کړي و.

تر اوسه عظیمي له ۳۲ ډېرو لنډو سینمايي فلمونو، مستندونو او د ټلویزیوني سریالانو ډایرکټري کړې او د «فیسبوک ډاټ کام»، «زرګري ژبه» او په هراتۍ لهجه د «کلک ششم» په نوم سریالونه یې نور هغه کارونه دي چې خلکو یې تود هرکلی کړی دی.

د «ګل‌چهرې» په نوم سینمايي فلم چې د یوې پیغلې نجلې کیسه لري د عظیمي له مشهورو هنري اثارو څخه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته پر سینمايي چارو بندیزونه ډېر او ځيني هنرمندان د اقتصادي او امنیتي ستونزو له کبله هېواد پرېښودو اړ شول.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x